کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان عالي محکمې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه آئیني عریضه رد کړې چې د ګوندي ټاکنو او انتخاباتي نښې په اړه یې د انتخاباتي کمېسیون واکونه ننګولي وو. د چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس محمد نجم الدین مېنګل په مشرۍ دوه کسیز بنچ پرېکړه کړې چې انتخاباتي کمېسیون باید ګوند ته فرصت ورکړي، څو د ګوند د تعدیل شوي آئین په اړه راپورته شوي اعتراضونه ځواب کړي. محکمې ویلي چې د ګوندي ټاکنو لپاره د اضافي وخت ورکولو یا نه ورکولو واک له انتخاباتي کمېسیون سره دی. په پرېکړه کې دا هم ویل شوي چې د انتخاباتي نښې د ځنډولو په اړه وروستی حکم نه و صادر شوی، نو عریضه له وخته مخکې وړاندې شوې وه.
