کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د ډزو او تشدد په پېښو کې پنځه کسان وژل شوي دي. د پولیسو په وینا، د اوسته محمد ولسوالۍ د زور ګړ، ګوټ پیارو خان په سیمه کې د وسلهوالو په ډزو یوه ښځه او یو سړی وژل شوي دي. په دالبندین کې د یوه کس په ډزو د هغه کشر ورور محمد رفیق ټپي شوی و چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. د خضدار د اورناچ په سیمه کې د پیسو د راکړې ورکړې پر سر په ډزو خدا بخش او اشفاق وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. بلخوا، د قلات د چپر توغو له سیمې د یوه نامعلوم کس شکنجه شوی مړی موندل شوی چې د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
