چمن (سید سردار محمد خوندئی)
پرون په چمن کښې په جامعه دارالعلوم اسلامیه کښې د شهید اسلام مولانا محمد حنیفؒ د اووم تلین په مناسبت یو عظیم الشان کانفرنس جوړ شو۔ کانفرنس د جمعیت علماء اسلام تر اهتمام لاندې جوړ شوی وو چې پکښې زرګونه کسانو ګډون کړی وو۔ د کانفرنس د امنیت ټول انتظامات د جمعیت انصارالاسلام فورس سنبال کړي وو۔
په کانفرنس کښې د جمعیت علماء اسلام صوبائي امیر سینیټر مولانا عبدالواسع، مولانا مفتي محمد قاسم، صوبائي جنرل سیکرټري مولانا آغا محمود شاه، صوبائي سرپرست مولانا حافظ محمد یوسف، صوبائي لارښود مولانا مفتي غلام حیدر، حاجي نواز خان کاکړ، صوبائي مالیات حاجي غوث الله اڅکزی، د چمن ضلعې امیر مولانا عبدالمنان، مولانا موسیٰ ګل، شیخ الحدیث مولانا شراف الدین، د قلعه عبدالله ضلعې امیر مولانا فتح محمد، د جمعیت طلبه اسلام صوبائي صدر حکمت الله کاکړ، مولانا مفتي حمدالله، د جے ټي آئی صوبائي جنرل سیکرټري عبدالمنان کاکړ، شیخ الحدیث مولانا ګل محمد، مولانا شمس الله، چیئرمین حاجي امان الله، شیخ الحدیث مولانا محمد صادق، قاري سلیم الله، مولانا محمد میر، د شهید اسلام خاص ملګری مولانا داد محمد، مولانا خیر محمد، مولانا عبدالولي، مفتي محمد مسلم عاجز، مولانا وزیر محمد، مولانا عبدالمنان، حاجي عطاء الله، مولانا عبدالستار، مولانا نعمت الله، حافظ نعمت الله نعماني، مولوي عبدالخالق سني او نورو علماوو کرامو ویناوې وکړې۔
ویناوالو د شهید اسلام مولانا محمد حنیفؒ دیني، سیمه ییزو او سیاسي خدمتونو ته په زړه پورې د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې د شهید اسلام ارزښتناک کردار او خدمتونه به تر قیامته یادیږي۔
ویناوالو وویل چې په بلوچستان کښې د امن و امان خرابېدونکې وضعې د خلکو ژوند تریخ کړی دی۔ نن علماء کرام او طلبه شهیدان کیږي او پړه یې په افراطي ډلو اچول کیږي او ځان ترې خلاصوي۔ هغوی وویل چې جمعیت علماء اسلام به په صوبه کښې د روانې بدمامنۍ پر ضد ډېر ژر په ټوله صوبه کښې د احتجاجي تحریک پیل وکړي۔
ویناوالو د پاکستان له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې په بلوچستان کښې دې پر لویو لارو سفر خوندي کولو او د خلکو د ځان او مال د ساتنې لپاره اغېزمن او سمدستي ګامونه پورته کړي۔
