کوټه (وېب نیوز) د خوراک نړیوالې ورځې په مناسبت د کوټې د بلیلي سړک په بلوچستان اېګریکلچر کالج کې د بلوچستان لومړنی دوه ورځنی فوډ اېګزېبیشن ۲۰۲۶ پرانیستل شو. د پلان او پرمختیا صوبایي وزیر میر ظهور احمد بلیدي وویل، د خالص، خوندي او معیاري خوراک برابرول د حکومت لومړیتوب دی او د کرنې د پرمختګ لپاره عصري ټکنالوژي، د اوبو اغېزمن استعمال او د بزګرانو روزنه اړینه ده. دا نندارتون د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې په همکارۍ د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه جوړ شوی. موخه یې د سیمهییزو کرنیزو محصولاتو معرفي، بازارونو ته د کوچنیو کاروبارونو د لاسرسي پراخول او د دوامدارې کرنې پیاوړتیا ده.
