تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

په پېښور کې د ښوونځي د چت لوېدو له امله د ماشومانو پر مړینه د بلوچستان د مشرانو خواشیني

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي، د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو، د جمعیت علمای اسلام بلوچستان مشر سناتور مولانا عبدالواسع او افغان قومي موومنټ په پېښور کې د ښوونځي د چت لوېدو له امله د ماشومانو او یوې ښوونکې پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. مشرانو له غمجنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې کړې ده. افغان قومي موومنټ غوښتنه کړې چې د پېښې پلټنې دې وشي، د ناامنه ودانۍ د کارولو مسؤلان دې قانوني محاکمې ته راکش کړل شي او د دولتي او شخصي ښوونځیو د ودانیو خوندیتوب دې وارزول شي.