تازه خبرونه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶

که بلدیاتي ادارو ته فنډونه ورنه کړل شي، د وزیراعلیٰ هاوس مخې ته به پرلت ووهو: د اوستہ محمد ښاروال

اوستہ محمد (وېب نیوز) د اوستہ محمد ښاروال میر مظفر خان جمالي ویلي، د فنډونو د نه ورکړې له امله د بلوچستان بلدیاتي ادارې له سخت مالي بحران سره مخ دي، کارکوونکي له معاشونو محروم دي او د صفایۍ نظام خراب شوی دی. نوموړي وویل، د صوبې ښاروالانو، مرستیال ښاروالانو، چیئرمېنانو او مرستیال چیئرمېنانو پرېکړه کړې چې د مالي ستونزو پر ضد به د وزیراعلیٰ هاوس مخې ته احتجاجي پرلت وهي. هغه له وزیراعلیٰ او اړوندو چارواکو وغوښتل چې فنډونه ژر خوشې کړي، څو د کارکوونکو معاشونه، صفایي او نورې بنسټیزې ښاري اسانتیاوې بېرته عادي شي.