تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

برېتانیا د سعودي عرب د دفاع لپاره د ټایفون جنګي الوتکو د لېږلو اعلان وکړ

کوټه (وېب نیوز) د برېتانیا حکومت د حوثيانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د زیاتېدونکو بریدونو په غبرګون کې د سعودي عرب د دفاع لپاره د شاهي هوايي ځواک ټایفون جنګي الوتکې لېږي. د بي بي سي اردو د راپور له مخې، د برېتانیا لومړي وزیر انډي برنهم د دې دفاعي ماموریت منظوري ورکړې ده، چې موخه یې د سعودي ښارونو او مهمو تاسیساتو د هوايي بریدونو پر وړاندې ساتنه ده. د برېتانیا د دفاع وزیر ویس سټرېټینګ ویلي چې دغه الوتکې به یوازې دفاعي رول ترسره کوي او پر حوثيانو به بریدونه نه کوي. دا پرېکړه د سعودي پر پلازمېنه ریاض او ساحلي سیمو کې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو وروسته شوې ده. د راپور له مخې، په یمن کې د روانې جګړې له امله د سعودي عرب په ملاتړ د حکومت د ځواکونو او حوثي ډلې ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، چې دواړو لورو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.