کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان حکومتي چارواکو ادعا کړې چې د روان کال له پیل راهیسې په صوبه کې د وسلهوالۍ پر ضد تر ۵۰ زرو ډېرې امنیتي او استخباراتي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۰۰ وسلهوال وژل شوي دي. په کوټه کې د سول سېکرټرېټ پر مهال په یوه خبري غونډه کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو، د کورنیو چارو اضافي مشر سېکرټر حمزه شفقات او د وزیراعلی د رسنیو سلاکار شاهد رند وویل چې په دغو پېښو کې د امنیتي ځواکونو ۳۱۵ سرتېري او ۵۵۱ ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، د وسلهوالۍ د مخنیوي لپاره ۱۸ نوي قوانین او ۱۷ ادارې جوړې شوې او په دې برخه کې ۴۵ میلیارده روپۍ لګول شوې دي. چارواکو همداراز ویلي چې د خضدار ولسوالۍ په شورپارود سیمه کې د عملیاتو له امله شاوخوا پنځه زره کورنۍ، چې نږدې ۳۰ زره کسان کېږي، لېږدول کېږي. دغو کورنیو ته د اکتوبر تر ۳۰مې د خپلې خوښې له مخې د سیمې پرېښودو وخت ورکړل شوی او تر هغې وروسته به جبري لېږد پیل شي.
