تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

په تهران کې د فیلډ مارشل عاصم منیر او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان لیدنه

کوټه (وېب نیوز) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره لیدلي دي. عاصم منیر د سې‌شنبې په ورځ د ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته رسېدلی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي هم ورسره ملګری دی. د راپور له مخې، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او فیلډ مارشل عاصم منیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې ونډه لري. اسحاق ډار ویلي چې پاکستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې روانې ساتي او د سیمه‌ییز کړکېچ د حل لپاره خبرې اترې او ډیپلوماسي تر ټولو اغېزمنې لارې دي.