تازه خبرونه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶

په تهران کې د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د ایران د پارلمان د مشر لیدنه

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل عاصم منیر په تهران کې د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف سره لیدلي دي. د ایران د خبري اژانس ارنا د راپور له مخې، قالیباف په دې لیدنه کې ویلي چې امریکا به تر هغه د ایران باور ترلاسه نه کړي، څو د ایران له لوري وړاندې شوي اووه شرطونه پوره شوي نه وي. نوموړي ویلي چې ایران جګړه نه غواړي، خو د خپل هېواد او ملي حیثیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري. د هغه په وینا، د امریکا ګواښونه او پوځي تمرینونه د ایران پر ستراتیژیکو پرېکړو اغېز نه شي کولای.