تازه خبرونه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د اصغر خان اڅکزي ضمانت رد شو، پولیسو ونیوه

کوټه (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د چمن له محکمې څخه د ضمانت تر رد کېدو وروسته نیول شوی دی. د نوموړي د وکیلانو په وینا، د اړوندې مقدمې مدعي په محکمه کې حلفیه بیان جمع کړی و او ویلي یې وو چې له اصغر خان اڅکزي سره یې د وروڼو په څېر اړیکې دي او نوموړی له دې مقدمې سره تړاو نه لري. خو محکمې د ضمانت له ردولو وروسته پولیسو اصغر خان اڅکزی ونیو. د نوموړي د نیول کېدو په اړه د عوامي نېشنل ګوند مشرانو او یو شمېر سیاسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړې ده.