تازه خبرونه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د اصغر خان اڅکزي نیول د غندنې وړ دي، داد خان او انجینر زمرک خان اڅکزی

کوټه (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي لوړپوړي مرستیال داد خان اڅکزي او پارلماني مشر انجینر زمرک خان اڅکزي د ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړې او غندنه یې کړې ده. هغوی وویل، د کومې مقدمې له مخې چې اصغر خان اڅکزی نیول شوی، د مقدمې مدعي په مبینه توګه محکمې ته پر سټامپ پاڼه لیکلی بیان وړاندې کړی و چې نوموړی د خپل زوی د وژنې په قضیه کې لاس نه لري. د ګوند مشرانو غوښتنه وکړه چې د نیولو قانوني بنسټ او د مقدمې حقایق دې روښانه شي. هغوی وویل، عوامي نېشنل ګوند د اساسي قانون او قانون د برلاسۍ او هر وګړي ته د عادلانه انصاف ورکولو ملاتړ کوي.