تازه خبرونه ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶

مولانا فضل الرحمان: د ګورنر منصب غوښتل سپکاوی دی، که غوښتنه وکړم د وزیراعظمۍ به یې وکړم

اسلام آباد (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت لګول بې‌ځایه بللي او رد کړي یې دي، نوموړي تور لګولی چې د دغو اقداماتو موخه د صوبې پر معدني سرچینو کنټرول ترلاسه کول دي. هغه غوښتنه کړې چې د پارلمان ان کیمره غونډه دې راوبلل شي، څو غړي د حکومت له تګلارې خبر شي. مولانا فضل الرحمان ویلي، د ګورنر منصب غوښتل د ده سپکاوی دی او که د کوم منصب غوښتنه وکړي، د وزیراعظمۍ به یې وکړي. نوموړي د قبایلي سیمو بېرته د مرکز تر واک لاندې راوستلو، د تېرو پوځي عملیاتو د پایلو او په سیاسي چارو کې د مداخلې په اړه هم پوښتنې راپورته کړې. جې یو آی څرګنده کړې چې د حکومت له لوري په دې اړه جوړېدونکې شورا کې به یې هېڅ استازی ګډون ونه کړي. ګوند د ۲۰۲۴ کال د عامو ټاکنو پایلې هم رد کړې او د سیاسي ستونزو د حل لپاره یې پر پارلماني مشورو او خبرو اترو ټینګار کړی دی.