ګنداخه (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د بلوچستان د مالدارۍ صوبايي وزیر سردارزاده فیصل خان جمالي ویلي، ولس ته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول، د پرمختیايي پروژو بشپړول او د سیمې پرمختګ د دوی له لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي وویل، له ولس سره د ټاکنو پر مهال شوې ژمنې د عملي کولو لپاره اقدامات روان دي او د خلکو د ستونزو د حل په موخه پرمختیايي پروژو ته پام کېږي. هغه زیاته کړه چې ځوانانو ته د کار روزګار برابرول مهم دي، ځکه په دې سره نه یوازې د هغوی اقتصادي ستونزې کمېږي، بلکې د سیمې په ټولیز پرمختګ کې هم مرسته کېږي. د نوموړي په وینا، د ولس د هوساینې او غوره اسانتیاوو لپاره به هڅې روانې وي.
