کوټه (وېب نیوز) د ایران د پوځ لوی درستیز تورن جنرال امیر حاتمي ویلي، ایران د هر ډول احتمالي جګړې لپاره بشپړ چمتو دی او ایراني پوځ د بېپیلوټه الوتکو په ټکنالوژۍ کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د پوځ لوی درستیز د جنګي او بریدګرو ډرونونو د جوړولو له یوې فابریکې لیدنه کړې او د دغو وسلو د تولید په بهیر کې یې معلومات ترلاسه کړي دي. نوموړي ادعا کړې چې ایران د وسلو د کیفیت او شمېر له پلوه په ښه دفاعي دریځ کې دی او په وروستۍ جګړه کې کارول شویو ایراني وسلو مخالف لوری حیران کړی و. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې په سیمه کې د احتمالي پوځي نښتې اندېښنې زیاتې شوې دي. بلخوا، امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ادعا کړې چې امریکا او اسرائیل د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته پر ایران د نویو بریدونو پلان جوړوي، خو د دې ادعا خپلواکه تایید نه دی شوی.
