اسلام اباد (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر او سناتور بیرسټر علي ظفر ویلي، د تحریک انصاف له خوا د هر ډول غوښتنو منلو باوجود حکومت له مخکې پرېکړه کړې وه چې بېړنی حالت او ګورنر راج به نافذوي. د هغه په وینا، حکومت شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د ګورنر راج پرېکړه کړې وه، او له دې وروسته به د تحریک انصاف پرېکړې پارلماني ډله کوي. علي ظفر زیاته کړې چې اوس مهال له حکومت سره د خبرو اترو امکان نشته او د مذاکراتو لپاره لا هم د شرایطو او کاري چوکاټ ټاکلو ته اړتیا ده.
