کوټه (پ ر) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر مرستیال داؤد خان اڅکزي او د ګوند صوبايي پارلماني مشر انجنیر زمراک خان اڅکزي د ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي پر نیول کېدو اندېښنه او غندنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د مقدمې مدعي محکمې ته پر سټامپ کاغذ لیکلی بیان سپارلی چې اصغر خان اڅکزی یې د زوی د وژنې په قضیه کې لاس نه لري. هغوی پوښتنه کړې چې که مدعي خپله دغه دریځ څرګند کړی وي، نو د اصغر خان اڅکزي د نیولو قانوني دلیل څه دی؟ د ګوند مشرانو غوښتنه کړې چې د نیولو قانوني جواز او د مقدمې حقایق دې روښانه شي، څو موجودې اندېښنې لرې شي. هغوی ویلي چې عوامي نېشنل ګوند د اساسي قانون او قانون پر واکمنۍ باور لري، د محکمې درناوی کوي او د هر وګړي لپاره د قانون له مخې د انصاف غوښتونکی دی.
