تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د اصغر خان اڅکزي نیول د سیاسي او جمهوري غږ د چوپولو هڅه ده، نواب ارباب عمر فاروق کاکړ

کوټه (پ ر) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر مرستیال او سناتور نواب ارباب عمر فاروق کاکړ د ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د چمن له محکمې څخه پر نیول کېدو خواشیني او حیرانتیا څرګنده کړې او دا یې د سیاسي او جمهوري غږ د چوپولو هڅه بللې ده. نوموړي په یوه بیان کې ویلي، د اغېزمن لوري د هغه مبینه حلفي بیان باوجود چې پکې د مقتول د وژنې له پېښې سره د اصغر خان اڅکزي د هېڅ تړاو نه لرلو خبره شوې، د هغه نیول د قانون، انصاف او قضايي بهیر په اړه پوښتنې راپورته کوي. هغه وویل چې عوامي نېشنل ګوند به د دې پرېکړې پر ضد لوړې محکمې ته مراجعه وکړي او د انصاف ترلاسه کولو لپاره به ټول قانوني او اساسي لارې چارې وکاروي. د نوموړي په وینا، ګوند به د قانون د واکمنۍ، شفاف انصاف، خپلواکې قضایۍ، آزادې خبریالۍ او بنسټیزو بشري حقونو لپاره خپله سیاسي او جمهوري مبارزه روانه ساتي او هېڅ فشار یا خنډ به یې د اصولي دریځ مخه ونه نیسي.