کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي عمومي منشي مولانا محمودالحسن قاسمي او نورو مشرانو د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي نیول غندلي او دا یې له انصاف سره په ټکر کې بللي دي. مشرانو ویلي چې د مقدمو له لارې د سیاسي مشرانو ځورول او د هغوی د غږ د چوپولو هڅې له ولسواکو دودونو سره مخالفې دي. هغوی له حکومته غوښتنه کړې چې سیاسي غچاخیستنه ودروي او له بېبنسټه نیونو ډډه وکړي.
