تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د اېل‌پي‌جي په یو کیلو بیه کې د ۵۰ روپیو د کمښت امکان، د مصرفوونکو لپاره ښه خبر

اسلام اباد (وېب نیوز) په پاکستان کې د مایع پټرولیم ګاز (اېل‌پي‌جي) د یو کیلو بیه په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې تر ۵۰ روپیو پورې د کمېدو امکان لري. د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو فدراسیون د اېل‌پي‌جي کمېټې مشر علي حیدر ویلي، د اکتوبر تر ۱۶مې پورې بار شوي ایراني اېل‌پي‌جي ټانکرونو ته پاکستان ته د راتګ اجازه ورکړل شوې او شاوخوا زر ټانکرونه پر پوله ولاړ دي. د نوموړي په وینا، د وارداتي ګاز په رسېدو سره به د بیو د کمېدو بهیر پیل شي. هغه زیاته کړې چې پاکستان په اکتوبر کې د پنځو بېړیو له لارې ټولټال ۲۲ زره ټنه اېل‌پي‌جي وارد کړې، په داسې حال کې چې د هېواد ورځنۍ اړتیا له ۱۲ تر ۱۳ زره ټنو پورې ده. علي حیدر وړاندیز کړی چې د اېل‌پي‌جي بیې دې د میاشتني پر ځای هره اوونۍ وټاکل شي.