تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د مولانا فضل‌الرحمن پر ضد منفي تبلیغات به ژر پای ته ورسېږي، مولانا عبدالواسع

قلعه سیف‌الله (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع د ډاکټر سرفراز خان شهید کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې د مولانا فضل‌الرحمن پر ضد د منفي تبلیغاتو کمپاین به ډېر ژر پای ته ورسېږي. نوموړي ویلي چې جمعیت علمای اسلام یوه نظریاتي، ولسواکه او ولسي ډله ده او غړو یې د اسلام، جمهوریت، د اساسي قانون د برلاسۍ او د خلکو د حقونو لپاره قربانۍ ورکړې دي. د هغه په وینا، ګوند به خپلې سوله‌ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکړي. نوموړي له ځوانانو غوښتي چې علم، ښه کردار، نظم، یووالی او د دلیل له لارې د مخالفو تبلیغاتو ځواب ورکول خپل شعار وګرځوي.