اسلام اباد (وېب نیوز) وزیراعظم شهباز شریف په خیبر پښتونخوا کې د پرمختیايي پروژو لپاره د ۱۶۰ اربه روپیو ورکولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې وفاقي حکومت به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره ټول اړین وسایل برابروي او د پرمختیايي چارو بهیر به چټکوي. د قبایلي ضلعو له استازو او مشرانو سره په خبرو کې وزیراعظم وویل، قبایلي ولس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او حکومت د هغوی قربانیو ته په درنه سترګه ګوري. هغه اړوندو چارواکو ته په قبایلي ضلعو کې د غنمو د برابرولو، د پولیسو د روزنې او د خوندي ښار د پروژې د ژر بشپړولو لارښوونه هم وکړه. قبایلي مشرانو د امن د ټینګښت او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره له حکومت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
