تازه خبرونه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶

پېښور هایکورټ د سهیل اپریدي د نیولو په اړه له چارواکو ځواب وغوښت

پېښور (وېب نیوز) د پېښور هایکورټ د خیبر پښتونخوا د وزیراعلیٰ سهیل اپریدي د احتمالي حفاظتي نیولو او د هغه د ځای په اړه له صوبايي حکومت او لوړپوړو پولیس چارواکو څخه د وضاحت غوښتنه کړې ده. د بي بي سي اردو د راپور له مخې، د سهیل اپریدي ورور محمد عامر عدالت ته درخواست وړاندې کړی او ویلي یې دي چې د وزیراعلیٰ هاوس څخه د هغه له وړلو وروسته کورنۍ ته د هغه د ځای په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي. درخواست کوونکي غوښتنه کړې چې که سهیل اپریدي د حکومت په تحویل کې وي، نو باید عدالت ته وړاندې شي. د هغه د وکیل په وینا، داسې اطلاعات شته چې نوموړی د پېښور په شاهي مېلمستون او یو بل ځای کې ساتل کېږي، خو چارواکو دغه معلومات نه دي تایید کړي. د پاکستان تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجا ادعا کړې چې سهیل اپریدي د عامه نظم د ساتنې قانون د درېیمې مادې له مخې نیول شوی، خو د صوبايي حکومت له خوا د هغه د نیولو قانوني اساس په رسمي توګه نه دی تایید شوی.