تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

تنظیمي کنفرانسونه د ګوند په کارکوونکو کې نوی ولولـه پیدا کوي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (یو اېن اې) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو ویلي، د ګوند تنظیمي ټاکنې او کنفرانسونه په کارکوونکو کې نوی ولولـه پیدا کوي او تنظیم پیاوړی کوي. د بلیلي او شالدرې په سیمه‌ییزو کنفرانسونو کې نوي چارواکي ټاکل شوي دي. ویناوالو په شالدره کې د ګاز نشتوالي، اوږدې برېښنا پرېکون، د اوبو کمښت او د ناولو اوبو د ویالو د خراب وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې د ستونزو د ژر حل غوښتنه کړې ده.