کوټه (یو اېن اې) د پاکستان تحریک انصاف مشر او د ملي اسمبلۍ پخواني مرستیال سپیکر قاسم خان سوري د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې چې د صوبې په ۹۵ سلنه ولسوالیو کې حکومتي واک له منځه تللی دی. نوموړي ویلي، د بلوچستان د خراب وضعیت باوجود هلته ګورنر راج نه دی نافذ شوی، خو په خیبر پښتونخوا کې د دې اقدام موضوع راپورته شوې ده. هغه دا دوهګونی معیار بللی او پر حکومتي تګلارو یې نیوکه کړې ده.
