کوټه (وېب نيوز) د پاکستان د ځوانانو د هاکۍ لوبډلې د جاپان پر وړاندې وروستۍ لیګ لوبه دوه ـ دوه مساوي کړه او د سلطان آف جوهر هاکۍ سیالیو پایلوبې ته یې لار وموندله. دواړو لوبډلو له څلورو لوبو وروسته اووه ـ اووه نومرې لرلې او د ګولونو توپیر یې هم مثبت اته و، خو پاکستان د ډېرو ګولونو وهلو له امله پایلوبې ته ووت. پاکستان په لیګ پړاو کې ټول ۱۸ ګولونه وکړل، په داسې حال کې چې جاپان ۱۶ ګولونه وهلي وو. د جاپان پر وړاندې د پاکستان له لوري حمزه فیاض او غلام مصطفی ګولونه وکړل. پاکستان چین او کاناډا ته ماتې ورکړې وه، له کوربه مالیزیا څخه یې ماتې خوړلې وه او له جاپان سره یې لوبه مساوي شوې وه. پاکستان به په پایلوبه کې له کوربه مالیزیا سره مخامخ شي.
