کوټه (وېب نیوز) په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو د بیو له لوړېدو سره ولس د ګرانۍ تر فشار لاندې دی، خو د تېلو چاڼځایونو، د تېلو او ګازو د پلټنې شرکتونو او د تېلو د بازارموندنې ادارو په ګټه کې د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی. د بي بي سي اردو د راپور له مخې، د ځینو تېلو چاڼځایونو ګټه د تېر کال په پرتله تر زرو سلنې هم زیاته شوې ده. د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل جګړې او د هرمز تنګي د تګ راتګ خنډونو نړیواله انرژۍ بازار اغېزمن کړی او د خامو تېلو او پټرولیمي توکو بیې یې لوړې کړې دي. په پاکستان کې له جګړې مخکې د پټرولو او ډیزلو بیې په ترتیب سره نږدې ۲۷۶ او ۲۸۷ روپۍ فی لیټر وې، خو وروسته تر ۴۰۰ روپیو فی لیټر پورې لوړې شوې. د راپور له مخې، په همدې موده کې د هېواد د انفلاسیون کچه هم له اوو سلنو څخه ۱۱ سلنو ته لوړه شوې ده.
