تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

د یمن څېرمه د برید هدف شوې کښتۍ کې ۱۴ هندي وګړي خوندي دي

کوټه (وېب نیوز) په یمن کې د هند سفارت تایید کړې چې په سره سمندر کې د برید هدف شوې کښتۍ کې سپاره ۱۴ هندي وګړي خوندي دي او د یمن د الحدیده ښار ته نږدې دي. سفارت ویلي، د پېښې د څرنګوالي معلومولو او د هندي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې روانې دي. حوثیانو ادعا کړې وه چې د اکتوبر پر ۲۲مه د جبل زقر ټاپو ته نږدې پر یوې کښتۍ برید شوی، خو د پېښې په اړه نور معلومات لا تر څېړنې لاندې دي.