تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

پاکستان او سعودي عرب د مکې دفاعي تړون د توثیق پړاوونه بشپړ کړل

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، پاکستان او سعودي عرب د مکې د ګډ دفاعي تړون د توثیق پړاوونه بشپړ کړي، په داسې حال کې چې ترکیه د خپل پارلمان له لارې د تړون د توثیق بهیر پر مخ وړي. د ویاند په وینا، دغه تړون د پاکستان، ترکیې او سعودي عرب د ګډ دفاع، دفاعي مخنیوي او سیمه‌ییز امنیت لپاره د درې واړو هېوادونو د ژمنتیا څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړې چې تړون پټې مادې نه لري او موخه یې د کوم درېیم هېواد پر ضد اقدام نه، بلکې ګډ دفاع ده؛ د بهرني تېري په صورت کې به درې واړه هېوادونه له مشورې وروسته پرېکړه کوي.