کوټه (وېب نیوز) د اردن په مرکزي کرک ولایت کې د جنازې د مراسمو پر مهال په یوه کلیسا کې د ډزو له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان دي. د دولتي سرچینو په وینا، وسلهوال په یوه موټر کې راغلي، په کلیسا کې یې ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي. چارواکو په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
