کوټه (وېب نیوز) د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې یې د یوه لوی پوځي عملیاتو پلان ارزولی دی. دا اعلان د یوې پوځي پوستې تر څنګ له ډزو وروسته شوی، چې دوه اسراییلي پوځیان پکې وژل شوي او نور ټپیان شوي دي. د اسراییلو چارواکو ویلي، په احتمالي عملیاتو کې د استوګنیزو سیمو پلټنه، د خلکو ایستل او د وسلهوالو ډلو پر بنسټیزو مرکزونو بریدونه شاملېدای شي.
