کوټه (وېب نیوز) د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې پر یوې پوځي پوستې تر ډزو وروسته د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ښار او شاوخوا سیمو د سختو محدودیتونو امر کړی دی. د اسراییلو پوځ ویلي، په پېښه کې دوه شکمن فلسطیني بریدګر وژل شوي او پنځه اسراییلي پوځیان ټپیان شوي، چې د دوو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. اسراییلي ځواکونو په ښار او نږدې کلیو کې پلټنې او پوځي عملیات زیات کړي دي.
