تازه خبرونه ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶

په تایوان کې زورور توپان، یو کس مړ او ۱۷۱ ټپیان

کوټه (وېب نیوز) د تایوان شمال ختیځ ساحل ته نږدې د چیمپي توپان د اغېزو له امله یو کس مړ او ۱۷۱ کسان ټپیان شوي دي، او له زرو ډېر کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي. د سختو بارانونو او تېزو بادونو د خطر له امله ښوونځي او دفترونه تړل شوي او سلګونه الوتنې لغوه شوې دي. چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له ساحلي او غرنیو سیمو لرې پاتې شي.