ګوادر (یو اېن اې) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، د ګوادر ښار، د ګبد سرحدي لارې او شاوخوا سیمو کې د پاکولو عملیاتو پر مهال د یوې ښځې په ګډون ۱۰ ترهګر وژل شوي دي. د بیان له مخې، په بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ځینې موټر زیانمن شوي، خو د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته په سیمه کې امن او حکومتي واک بېرته ټینګ شوی دی. ادارې ویلي، د ترهګرۍ پر ضد عملیات به دوام ولري.
