کوټه (یو اېن اې) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په ګوادر کې د ترهګرو د برید د شنډولو او د اوو ترهګرو د وژلو له امله د امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام ستایلی دی. نوموړي ویلي، د ترهګرۍ او د هغې د مرستهکوونکو پر ضد به بې له توپیره عملیات دوام ولري او د بلوچستان د سولې، ثبات او پرمختګ په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.
