کوټه (وېب نيوز) د جمعیت علمای اسلام بلوچستان صوبايي مشر سناتور مولانا عبدالواسع ویلي، دیني مدرسې د هېواد د دیني، فکري او اخلاقي بنسټونو په ساتنه کې مهم رول لري. نوموړي د جامعې تحسین القرآن پښتون باغ د دستار فضیلت کلنۍ غونډې ته په وینا کې د مخالفینو د غدار بللو او د هغوی د شخصیت د بدنامولو سیاست د بندولو غوښتنه وکړه. هغه وویل، د شخړو او تورونو پر ځای باید خبرې اترې، انصاف او زغم پیاوړی شي.
