تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د اصغر خان اڅکزي د ضمانت لغوه کېدل د انصاف خلاف دي، عوامي نېشنل ګوند

چمن (وېب نيوز) د عوامي نېشنل ګوند سرپرست صوبايي مشر سناتور نواب ارباب عمر فاروق کاسي د اصغر خان اڅکزي د ضمانت پر لغوه کېدو اندېښنه څرګنده کړې او پرېکړه یې د انصاف له غوښتنو سره په ټکر کې بللې ده. نوموړي په چمن پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي، د دعوې کوونکي په وینا، اصغر خان اڅکزی او کورنۍ یې له پېښې سره تړاو نه لري. هغه وویل، ګوند به د انصاف لپاره له ټولو قانوني او ولسواکو لارو کار واخلي.