کوټه (وېب نيوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د کیچ ولسوالۍ په دشت چيري کنچتي سیمه کې د مبینه ډرون برید له امله د پښتون مزدور حافظ خان اکا خېل پر شهادت او د شپږو نورو کسانو پر ټپي کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. ګوند د پېښې د بېطرفه پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، که د چا غفلت یا غیرقانوني عمل ثابت شي، قانوني چلند دې ورسره وشي. ګوند د شهید له کورنۍ سره د مرستې او د ټپیانو د وړیا درملنې غوښتنه هم کړې ده.
