کوټه (وېب نیوز) د پاکستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د دوو ټېسټ سیالیو لپاره د ۱۴ لوبغاړو ملي لوبډله اعلان کړې ده. بابر اعظم د لوبډلې د کپتان په توګه پر خپل ځای پاتې دی، خو محمد طحٰه، محمد سلیمان او سمیر منہاس د لومړي ځل لپاره په ټېسټ لوبډله کې شامل شوي دي. دغو درې واړو لوبغاړو په کورني کرکټ کې ښې پایلې ترلاسه کړې دي. محمد طحٰه په اوو سیالیو کې ۷۳۰، محمد سلیمان ۶۵۲ او سمیر منہاس ۴۰۵ منډې کړې دي. پخوانی کپتان شان مسعود، امام الحق، عبدالله شفیق او محمد رضوان په لومړني نوملړ کې نه دي شامل شوي. د پاکستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالي به د نومبر له ۹مې تر ۱۳مې په راولپنډۍ او دویمه به د نومبر له ۱۷مې تر ۲۱مې په لاهور کې ترسره شي. له دې سیالیو مخکې به د پیټرنز الیون او سریلانکا ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتي لوبه د نومبر له ۴مې تر ۶مې په اسلاماباد کلب کې ترسره شي.
