تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د صفایۍ کارکوونکي دوې میاشتې او ورځني مزدوران درې میاشتې له معاشونو بې‌برخې دي

کوټه (وېب نيوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ویلي، د ښاروالیو د صفایۍ کارکوونکو ته دوې میاشتې او ورځني مزدورانو ته له دریو میاشتو زیات وخت کېږي چې معاشونه نه دي ورکړل شوي. ګوند له صوبايي حکومت څخه غوښتنه کړې چې پاتې معاشونه دې سمدستي ورکړي، د ښاروالیو لپاره ځانګړي شوي فنډونه دې پر وخت ورخوشې کړي او په راتلونکي کې دې د معاشونو د منظمې ورکړې نظام جوړ کړي.