کوټه (وېب نیوز) د یمن حوثي ډلې ادعا کړې چې د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف په هوايي بریدونو کې د پلازمېنې صنعا لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د حوثیانو تر واک لاندې المسیره ټلوېزیون ویلي، په بریدونو کې یو کور او د سمنټو فابریکې د کارکوونکو د اوسېدو ودانۍ په نښه شوې ده. بل لور ته، سعودي ائتلاف ادعا کړې چې د سعودي ښارونو پر لور توغول شوي دوه توغندي یې په هوا کې له منځه وړي دي.
