تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د معدني سرچینو د قبضې اندېښنې؛ خلک دې خبر کړل شي، پښتونخوا نېپ

کوټه (وېب نيوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ویلي، په پښتونخوا وطن کې د ناامنۍ او ترهګرۍ تر شا سیاسي او اقتصادي ګټې او د طبیعي سرچینو د قبضې اندېښنې له پامه نه شي غورځول کېدای. د سرې غوړګۍ سیمه‌ییزې غونډې ته ویناوالو غوښتنه وکړه چې د معدني سرچینو په اړه دې د سیمه‌ییزو خلکو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي او خلک دې د حکومتي تګلارو له موخو خبر کړل شي. په غونډه کې نوې سیمه‌ییزه اجرائیه هم وټاکل شوه.