تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

د پښتونخوا اېس او د جنوبي پښتونخوا زون غونډه د اکتوبر پر ۲۷مه کېږي

کوټه (وېب نيوز) د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن مرکزي تنظیمي کمېټې ویلي، د جنوبي پښتونخوا زون غونډه به د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۷مه په کوټه کې ترسره شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی به هم په غونډه کې ځانګړې ګډون وکړي. تنظیمي مشرانو ویلي، غونډه به د زده‌کوونکو سیاسي شعور، ولسواکو ارزښتونو او تنظیمي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.