کوټه (وېب نیوز) د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون ادعا کړې چې د یمن پر پلازمېنه صنعا او ساحلي ښار موخا د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف په هوايي بریدونو کې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، په صنعا کې په یوه برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي، او پر موخا د شاوخوا ۲۰ هوايي بریدونو ادعا هم شوې ده. سعودي پوځي ائتلاف سمدستي د دغو راپورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
