تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

پرمختیايي معلوماتو ته د خلکو لاسرسی اساسي حق دی، شاهد رند

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د اعلی وزیر د اطلاعاتو او سیاسي چارو مرستیال شاهد رند ویلي، د پرمختیايي پروژو په اړه کره معلوماتو ته د خلکو لاسرسی د هغوی اساسي حق دی. نوموړي د پرمختیايي معلوماتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د پروژو د موخو، پرمختګ او ګټو په اړه د خلکو پر وخت خبرول د روڼې حکومتولۍ او حساب ورکونې لپاره اړین دي.