سبي (وېب نيوز) د سبي په چاکر سړک د عامه پارک ترڅنګ د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو کې نوموړی هندو سوداګر بسنت کمار سخت ټپي شوی دی. نوموړی تر لومړنۍ درملنې وروسته د نور علاج لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
