تازه خبرونه ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶

په ژوب او شیراني کې له دوو اوونیو راهیسې موبایل انټرنېټ بند دی

ژوب (وېب نيوز) د سوداګرو ټولنې مشرانو ویلي، په ژوب او شیراني کې د موبایل انټرنېټ د بندېدو له امله سوداګري، زده‌کړې او د خلکو اړیکې له ستونزو سره مخ دي. هغوی له اړوندو چارواکو د انټرنېټ د سمدستي بېرته فعالولو او په ښاري او کلیوالو سیمو کې د برېښنا د ښه برابرولو غوښتنه کړې ده. مشرانو خبرداری ورکړی، که خدمتونه بېرته فعال نه شي، د احتجاج غږ به پورته کړي.