کوټ(ویب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د زدهکوونکو پر سیاسي فعالیتونو د بندیزونو د ختمولو، د زدهکوونکو د اتحادیو د بېرته فعالولو او په تعلیمي ادارو کې د ولسواکه چاپېریال د جوړولو غوښتنه کړې ده. د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن د کوټې د عمومي غونډې پر مهال د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۷مه د جنوبي پښتونخوا زون کنفرانس پر چمتووالي او د زدهکوونکو پر ستونزو بحث وشو. مشرانو وویل چې زدهکوونکو ته باید د سیاسي پوهاوي، د نظر څرګندولو او ولسواکو فعالیتونو فرصتونه ورکړل شي. هغوی د معیاري تعلیم، فعالو ښوونځیو، لیلیو، بورسونو، ترانسپورټ او کتابتونونو د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.
