تازه خبرونه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶

له شعبان څخه تښتول شوي د یوې کورنۍ پنځه کسان له دوه نیمو کلونو وروسته هم نه دي خوشې شوي

کوټ(ویب نیوز)د بلوچستان د هرنايي ولسوالۍ له شعبان سیمې څخه تښتول شوي د یوې کورنۍ پنځه کسان له دوه نیمو کلونو وروسته هم نه دي راخوشې شوي. د کورنۍ د غړو په وینا، په تښتول شویو کې د شیخ شان رضا درې زامن او دوه ورېرونه شامل دي. شیخ شان رضا ویلي چې اعلی وزیر بلوچستان د کورنۍ غړي ورغوښتي وو او لومړی ورته د ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و، خو وروسته ورته په ټیلیفون کې ویل شوي وو چې د تازه معلوماتو له مخې ماشومان ژوندي دي او ژر به راخوشې شي. کورنۍ وایي چې تر اوسه یې په اړه روښانه معلومات نه دي ترلاسه کړي. هغوی د کوټې له کور کمانډر او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د پنځو واړو کسانو د راخوشې کولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.