کوټ(ویب نیوز)د عوام پاکستان ګوند د بلوچستان صوبايي عمومي منشي پروفېسر ډاکټر حلیم صادق ویلي چې ولس د دودیزو سیاسي ګوندونو له کړنو ناهیلی شوی او د بدیلې رهبرۍ غوښتنه کوي. نوموړي په کوټه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ګراني، بېروزګاري، اقتصادي ستونزې او د بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی د خلکو مهمې ستونزې دي. د هغه په وینا، د عوام پاکستان ګوند موخه د خلکو واکمنول، د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا او د عدالت، عزت او پرمختګ د مساوي فرصتونو لپاره مبارزه ده. نوموړي وویل چې ګوند به د تعلیم، روغتیا، روزګار او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپله سیاسي او ولسواکه مبارزه روانه ساتي.
